ملګروملتونو کښې د افغانستان استازي استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109790-ملګروملتونو_کښې_د_افغانستان_استازي_استعفا_ورکړه
تسنیم خبري اژانس وايي خبري سرچینو په ملګروملتونو کښې د افغانستان د پخواني حکومت د استازي د استعفا خبر ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2021 09:59 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو کښې د افغانستان استازي استعفا ورکړه

تسنیم خبري اژانس وايي خبري سرچینو په ملګروملتونو کښې د افغانستان د پخواني حکومت د استازي د استعفا خبر ورکړی دی .

خبري سرچینو وویل په ملګروملتونو کښې د افغانستان د پخواني حکومت استازي غلام محمد اسحاق زی چې د پخواني ولسمشر اشرف غني له تښتیدا او د افغانستان د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له هڅو وروسته یې هماغه راز دغه څوکۍ ساتلي ده له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه .

ځینې سرچینې وايي چې اسحاق زي خپله استعفا پخواني ولسمشر اشرف غني ته استولي ده ځو ځینې نورې سرچینې بیا ملګروملتونو ته د هغه د استعفا لیک د استولو خبر ورکوي .

خبرو سرچینو وویل اسحق زي د خپلې استعفا دلیل د افغانستان د پخواني حکومت دړې وړې کیدل او له کابل سره د خپلو اړیکو غوڅول بللی دی .

تراوسه اسحق زي یا په ملګروملتونو کښې رسمي سرچینو د هغه د استعفا خبر نه دی تائید کړی .