حنفي د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره د هلوځلو خبر ورکړ
Dec 17, 2021 01:46 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د رییس الوزرا مرستیال ویلي چې دوي د یو پراخ بنسټه او متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د رییس الوزرا مرستیال ویلي چې دوي د یو پراخ بنسټه او متخصص حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کښې به په دې اړه خبر خپور شي.
فارس اژانس راپور ورکړی دی چې مولوي عبدالسلام حنفي دا څرګندونې په کابل کښې د ایران د سفارت له مرستیال سره په لیدنه کې کړې دي. راپور کښې د حنفي له قوله راغلي چې تر اوسه پورې له نیمې نه په ډېرو ولایتونو کې نجونې په ټیټه او لوړه کچه د زده کړو اجازه لري او ډېر ژر به دا مسئله په ټولو ولایتونو کې حل شي.
هغه دغه راز له ټولو سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره پر ښو روابطو ټینګار کړی دی.
ټیګونه