کابل کښې یو دیني عالم په ډزو وژل شوی دی
-
مولوي بسم الله شاکر
نامعلومه وسلهوالو په کابل ښار کې دیني عالم بسم الله شاکر واواژه
کلید خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نامعلومه وسلوالو نن سهار د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیر خانې سیمې په مربوطاتو کې دین عالم مولوي بسم الله شاکر په ډزو سره وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر اعزام ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کل چې مولوی بسم الله شاکر د سهار لمانځه لپاره جومات ته روان و.
د نوموړي په خبره پېښه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده او هڅه کوي چې د پېښې عاملين ژر پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
دا برید داسې مهال کېږي چې تېره ورځ هم د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سه سیمه کې د یو بل دیني عالم «مولوي عبدالسلام عابد» پر موټر ماین چاودنه وکړه او د نوموړي په ګډون پکې څلور تنه ټپیان شول.