کابل کښې یو دیني عالم په ډزو وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109868-کابل_کښې_یو_دیني_عالم_په_ډزو_وژل_شوی_دی
نامعلومه وسله‌والو په کابل ښار کې دیني عالم بسم الله شاکر واواژه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2021 11:44 Asia/Kabul
  • مولوي بسم الله شاکر
    مولوي بسم الله شاکر

نامعلومه وسله‌والو په کابل ښار کې دیني عالم بسم الله شاکر واواژه

کلید خبري سایټ لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نامعلومه وسلوالو نن سهار د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې اړوند د خیر خانې سیمې په مربوطاتو کې دین عالم مولوي بسم الله شاکر په ډزو سره وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند انجنیر اعزام ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کل چې مولوی بسم الله شاکر د سهار لمانځه لپاره جومات ته روان و.

د نوموړي په خبره پېښه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده او هڅه کوي چې د پېښې عاملين ژر پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا برید داسې مهال کېږي چې تېره ورځ هم د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند پروان سه سیمه کې د یو بل دیني عالم «مولوي عبدالسلام عابد» پر موټر ماین چاودنه وکړه او  د نوموړي په ګډون پکې څلور تنه ټپیان شول.