د طالبانو وړومبیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109890-د_طالبانو_وړومبیتوب_له_اسلامي_هیوادونو_سره_د_ملګرتیا_پراختیا_ده
د طالبانو د موقته حکومت ویاندوي وویل چې د اسلام آباد په غونډه کښې د دغې ډلې وړومبیتوب، له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2021 04:16 Asia/Kabul
  • د طالبانو وړومبیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده

د طالبانو د موقته حکومت ویاندوي وویل چې د اسلام آباد په غونډه کښې د دغې ډلې وړومبیتوب، له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا ده

ذبیح الله مجاهد وویل: په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا د سازمان په نننۍ غونډه کښې زمونږ وړومبیتوب له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا پراختیا او له افغانستان سره د اقتصادي، انساندوستانه او سفارتي مرستو پراختیا ده.

مجاهد د افغانستان له خلکو سره په مرسته کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې په رول باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کښې د پانګونې لپاره بلنه، د سیمې د امنیت د تامینولو لپاره همکاري او په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندل د دغې غونډې ایجنډا ده.

د ویلو ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په اسلام آباد کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د خارجه وزیرانو په بیړنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره پرون پاکستان ته تلی دی.