د افغانستان له کورنیو عوایدو چمتو شوې بودجه تصویب ته پاتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110286-د_افغانستان_له_کورنیو_عوایدو_چمتو_شوې_بودجه_تصویب_ته_پاتې_ده
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ملي بودجه په بهرنیو مرستو تکیه نه کوي او له خپلو ملي عوایدو څخه تمویلېږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2021 01:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان له کورنیو عوایدو چمتو شوې بودجه تصویب ته پاتې ده

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په تېرو شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ملي بودجه په بهرنیو مرستو تکیه نه کوي او له خپلو ملي عوایدو څخه تمویلېږي

کلید خبري سایټ لیکلي چې د دغه وزارت ویاند احمدولي حقمل که څه هم د ملي بودجې د مصوبې جزییات بیان نه کړل خو وایي: کله چې د بودجې مصوبه د کابینې له خوا تصویب شي نو ټول سیستمونه به فعال کړي او راتلونکی کال به د نوې بودجې پربنسټ چارې مخته وړل کیږي.

خو د چارو شنونکي وایي، لویې پراختیایي پروژې له ملي عوایدو څخه نه شي تمویلېدای، کېدای شي چې د طالبانو د حکومت ډېر تمرکز په عادي بودجه وي.

د اقتصادي چارو کارپوه احسان الله احسان وایي، په تېرو کلونو کې هم لویې پراختیایي پروژې د بهرنیو مرسته کوونکو له خوا تمویلېدې او موږ اوس هم د لویو پروژو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو بل شنونکی شفیع الله ستومان بیا د بودجې په کمیت نه، بلکې د لګولو په څرنګوالي ټینګار کوي.

نوموړی وایي، په تېرو شلو کلونو کې که بودجه ډېره وه، خو د موثره لګولو وړتیا یې نه وه، اوس که همدا لږه بودجه پرځای ولګول شي، نو اغېزې به یې زیاتې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه ټولټال ۴۷۳ میلیارده افغانۍ وه، چې له دې څخه ۳۱۱ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ پراختیایي بودجه وه.

دغه بودجه له پنځوس سلنې کمه یعنې ۲۱۶ میلیارده افغانۍ یې له کورنیو سرچینو او عوایدو تمویلېده او له پنځوس سلنې ډېره یې یعنې ۲۵۷ میلیارده افغانۍ یې بیا په بهرنیو مرستو او پورونو متکي وه.