د افغانستان سفيران له طالبانوسره خبرو اترو ته چمتودي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110502-د_افغانستان_سفيران_له_طالبانوسره_خبرو_اترو_ته_چمتودي
په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دائمي نمائندګۍ سرپرست د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره د مشروطو خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د سفيرانو د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2022 13:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان سفيران له طالبانوسره خبرو اترو ته چمتودي

په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دائمي نمائندګۍ سرپرست د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره د مشروطو خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د سفيرانو د چمتووالي خبر ورکړ.

د افغان آوا د رپوټ له مخې نصير احمد فائق  وويل: سفيران چمتو دي چې د افغانستان د نجات لپاره له طالبانو سره خبرو اترو ته کښېني.

فائق زياته کړه، دغه مسئله له دې سره مشروطه ده چې طالبان د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت وپېژندل شي.

نصير احمد فائق د دې په بيانولو سره چې د تېرو شلو کلونو ارزښتونه د جمهوريت د ارزښتونو په توګه پېژني او د هغو د ساتنې لپاره کوشش کوي وويل: دغه ارزښتونه هغه بدلونونه دي چې د افغانستان د ښاريزو په ژوند او په تېره بيا د مېرمنو په حقوقو کښې رامنځته شوي دي.

په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د دائمي نمائندګۍ سرپرست د ملګرو ملتو د غوښتنې يادونه هم وکړه چې ويلي يې دي طالبان د طالبانو قضاوت د هغوي د کردار په بنياد کيږي نه د ګفتار په بنياد او دغه ډله پکار دے د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې ،د بشري حقوقو، د ښځو او ماشومانو د حقوقو، د ټول شموله پراخ بنسټه حکومت جوړولو  د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان له خاورې څخه د نه استفادې او له ترهه ګرو او دهشتګردو ډلو سره د تعلق د پرې کولو لپاره اقدام وکړي.