د افغانستان درملیز مرکزونه په بندیدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110734-د_افغانستان_درملیز_مرکزونه_په_بندیدو_دي
د ژغورنې نړیوالې کمیټې د مالي سرچینو د نشتوالي په وجه د افغانستان د ۹۰ فیصده درملیزو مرکزونو د بندیدو خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2022 11:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان درملیز مرکزونه په بندیدو دي

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د مالي سرچینو د نشتوالي په وجه د افغانستان د ۹۰ فیصده درملیزو مرکزونو د بندیدو خبرداری ورکړ

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته کتنه کړې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او د اقتصادي ځوړتیا مخنیوی و نه شي، نو د دې احتمال شته چې د روان میلادي کال تر پایه تر ۹۰ سلنه پورې روغتیايي مرکزونه وتړل شي.

د دغه کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د روان کال تر پایه ښایي ۹۷ سلنه وګړي په افغانستان کې له بېوزلۍ سره مخ شي نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد لاسنیوی وکړي.

د ژغورنې نړیواله ډله وایي که د افغانستان روغتیايي سیستم ته زیان اوړي نو میلیونونه وګړي له خطر سره مخ کېدلی شي، چې له همدې امله ددغه برخې د ژغورنې او له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ستره اړتیا لیدل کېږي. د ژغورنې نړیوالې ډلې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو وړاندیز هم کړی دی.