میلیونونه افغان ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110796-میلیونونه_افغان_ماشومان_د_لوږې_له_خطر_سره_مخامخ_دي
د ملګرو ملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) په افغانستان کښې د میلیونونو ماشومانو د لوږې د خطر په هکله خبرداری ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2022 04:15 Asia/Kabul
  • میلیونونه افغان ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي

د ملګرو ملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) په افغانستان کښې د میلیونونو ماشومانو د لوږې د خطر په هکله خبرداری ورکړ

یونیسف پرون ویلي چې په افغانستان کښې تقریباً ۱۴ میلیونه ماشومان له لوږې سره لاس او ګریوان دي چې په هغو کښې پنځه میلیونه له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

د یونیسف په رپورټ کښې هم داشان راغلي دي چې روان ژمي د افغانستاني ماشومانو ژوند لاسخت کړی دی په دې وجه نړیوالې مرستې ضروري دي.

خبر زیاتوي چې افغان کورنۍ نن سبا د خوړو پیدا کولو په کوشش کښې دي خو د اقتصادي کړکیچ په وجه یې حالات سخت شوي دي.

د افغانستان دغه بد انسان ياو اقتصادي حالات په داسې حال کښې دي چې امریکې د افغانستان د مرکزي بانک تقریباً ۱۰ میلیارډه ډالر نیولي دي چې له امله یې د افغانستان حالات لا خراب شوي دي.