افغانستان ته په ميلينونو ډالر اورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110868-افغانستان_ته_په_ميلينونو_ډالر_اورسېدل
د افغانستان مرکزي بېنک د لسګونو ميلين ډالرو د نغدو بشر دوستانه مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • افغانستان ته په ميلينونو ډالر اورسېدل

د افغانستان مرکزي بېنک د لسګونو ميلين ډالرو د نغدو بشر دوستانه مرستو د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان مرکزي بېنک د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل: دغه هېواد ته د بشر دوستانه مرستو د بهير په دوام کښې دوه دېرش ميلين ډالره نغدې پېسې کابل ته رسېدلي دي.

دغه نغده مرسته له کابل هوائي ډګر څخه د افغانستان مرکزي بېنک ته چې د دغه هېواد بېنکي نظام باندې  څارنه لري منتقل شوې ده.

د افغانستان مرکزي بېنک د دغې مالي مرستې ورکؤنکو ته څه اشاره نه ده کړې.

اقتدار ته د طالبانو له رسېدو نه پس په افغانستان کښې اقتصادي بحران زيات سخت شوے دے.او په دې موده کښېامريکې د افغانستان د شتمنيو په ايسارولو سره دغه بحران ته لمن ووهله. د افغانستان خلقو په ځلونو د احتجاجي مظاهرو په کولو سره د دغو اموالو د ازادولو غوښتنه کړې ده.