په فارياب کښې د وروستيو نښتو سرتاوانونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111028-په_فارياب_کښې_د_وروستيو_نښتو_سرتاوانونه
د افغانستان په فارياب ولايت کښې د ازبکو او پښتو طالبانو ترمېنځ په نښتو کښې شپږ تنه مړۀ او ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2022 11:42 Asia/Kabul
  • په فارياب کښې د وروستيو نښتو سرتاوانونه

د افغانستان په فارياب ولايت کښې د ازبکو او پښتو طالبانو ترمېنځ په نښتو کښې شپږ تنه مړۀ او ژوبل شول.

د فرانسې د نړيوال رېډيو د رپوټ له مخې په دغو تاوتريخوالو کښې چې د طالبانو د يو ازبک قوماندان مخدوم عالم رباني له نيول کېدو وروسته شروع شول يو تن مړ او پينځه نور هم ژوبل شول.

د عيني شاهدانو د وېنا له مخې پرون د طالب ځواکونو لخوا په يو فوځي موټر باندې چې د اودرېدو اشارې ته يې پام نه ؤ کړے د ډزو له کبله د مخدوم عالم له ځواکونو څخه يو تل ووژل شول او درې نور پلويان يې هم ژوبل شول،  د ېوې مېرمن په شمول دوه عامه وګړي هم په دغو ډزو کښې زخمي شول.

د ځاي خبريال په قول چې د نښتو په مرکز مېمنه ښار کښې شتون لري پوليسو پرون سحر په عيدګاه جومات کښې د اجتجاجي غونډې مخه ونيوه.

دغې سرچينې په دغه ورځ د بازار تړل کېدو ته په اشارې سره تاکيد وکړ د ټېنکونو ځاے پرځاے کېدو سره مېمنې ښار فوځي حالت اختيار کړے دے.

د تاوتريخوالي په زياتېدو سره پښتانۀ چاراکي له خپلو استوګن ځايونو تلي دي.