د هرات د ترهګرې چاودنې پړه داعش ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111462-د_هرات_د_ترهګرې_چاودنې_پړه_داعش_ومنله
داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په هرات ولایت کښې د پرونۍ چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2022 02:14 Asia/Kabul
  • د هرات د ترهګرې چاودنې پړه داعش ومنله

داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په هرات ولایت کښې د پرونۍ چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی

داعش ترهګرې ډلې پرون وویل چې د دوي کسانو د افغانستان په لویدیځ کښې په هرات ښار کښې یو بم چاودولی دی.

د ویلو ده چې په هرات کښې د یو مسافري کوسټر یا مِني بس په لاره کښې د بم د چاودیدو له امله اووه تنه ملکي وګړي مړه او لس نور زخمي شوي وو.

داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې څو ترهګرې حملې او چاودنې کړې دي.