جرمني کښې زرګونه افغانستانیان لالهانده دي
Feb 28, 2022 04:21 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
تقریباً ۳۰ زره افغانستاني پناه غواړي په جرمني کښې د خپلې پناهندګۍ په درخواست د غور کیدو په تمه دي
آوا خبري آژانس د جرمن مطبوعاتو له قوله خبر ورکړی چې ۲۹ زره ۳ سره او ۳۶ افغان کډوال له څو میاشتو راهیسې د جرمني د حکومت له خوا د خپلې کډولۍ یا پناهندګۍ په درخواستونو د غور کیدو په تمه دي.
د ویلو ده چې په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې او د پخوانیو چارواکو او پوځیانو په شمول د ځینو ښاریزو خلاف د ګواښ له زیاتیدو وروسته د دغه هیواد لکونو خلکو له افغانستانه وتلو ته مخه کړه.
ټیګونه