یوکراین دې له افغانستانه عبرت واخلي
(last modified Thu, 10 Mar 2022 11:56:23 GMT )
Mar 10, 2022 16:26 Asia/Kabul
  • یوکراین دې له افغانستانه عبرت واخلي

د افغانستان پخوانی ولسمشر وایي چې یوکراین دې له افغانستان څخه عبرت واخلي او نه دې پرېږدي چې ستر قدرتونه په دغه هیواد کښې نیابتي جنګ پیل کړي

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي نن وویل: د افغانستان او یوکراین په شان هیوادونه دې د سترو قدرتونو په لوبو کښې نه شاملیږي ځکه چې په دغو لوبو کښې د شتون نتیجه بیخي د خلکو په تاوان ده او د نابودۍ لامل کیږي.

حامد کرزي له روسیې سره د جنګ لپاره یوکراین ته د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ د پایلو په هکله په خبرداري سره وویل: دا اقدام بیخي د یوکراین په تاوان دی ځکه چې د افغانستان خلکو داسې اقدام تجربه کړی دی چې نتایج یې د دې هیواد د بیخ بیناؤ نابوديدل دي.