په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمنه په زیږون مري
ويل شوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره دغه وضعیت نور هم بدتره شوی دی.
د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې راغلي چې د زيږون پر مهال د افغان ښځو د مړينې کچه لا هم لړزونکې او خطرناکه ده.
د ملګروملتو د نفوس د ادارې په تازه راپور کې راغلي چې په هرو دوو ساعتونو کې يوه افغان مېرمنه د زيږون پر مهال مري.
دې ادارې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسيتي تبعيض په موجوديت او دوام هم انديښنه ښودلې او ویلي چې له هرو دوو مېرمنو څخه يوه یې له جنسيتي تبعيض سره مخامخ شوې ده.
ويل شوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره دغه وضعیت نور هم بدتره شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړمه ورځ د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې د زيږون پر مهال د ميندو د مړینې پر زیاتوالي اندېښنه وښوده.
دې ټولنې دغه راز په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د څه باندې دوه زره روغتيايي مرکزونو د تړل کیدو او د ۷ زره ښځينه روغتيايي کارکوونکو په ګډون د ۲۷ زره روغتيايي منسوبينو د وزګارتيا خبر هم ورکړی و.