د زراعت پراخول د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی
صدای افغان خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د کرهڼې د برخې پراخول د دغه حکومت لومړیتوب وباله .
ملا عبدالغني برادر پرون په کابل کښې د دهقان جشن په مناسبت وویل افغانستان یو زراعتي هیواد دی او حکومت هڅه کوي چې د کرهڼې د ودې لپاره د اوبو د کانالونو پاکولو ، د کرهڼې مکانیزه کولو او د اصلاح شویو تخمونو ویشلو ته دوام ورکړي او د کرهڼې د محصولاتو کیفیت له نړیوالو معیارونو سره سم لوړ کړي .
ملا عبدالغني برادر ډاګینه کړه د کرهڼې وده او پراختیا د طالبانو د حکومت په کاري لومړیتوب کښې دی .
هغه کروندګرو ته ژمنه ورکړه چې مشکلات به حل شي خو دغه هیله دې ونلري چې ټول مشکلات په یوې یا څو میاشتو کښې حل شي .
د طالبانو حکومت د ورې د میاشتې شپږمه نیټه د دهقان د ورځې په توګه نومولي ده دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې د حمل د میاشتې دریمه نیټه په افغانستان کښې د دهقان د ورځې په توګه لمانځل کیدله .