افغانستان کښې د پاسپورټونو بهیر له سره پیلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114084-افغانستان_کښې_د_پاسپورټونو_بهیر_له_سره_پیلیږي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت چارواکي له راتلونکي اونۍ څخه د هیواد خلکو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیلوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2022 00:23 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د پاسپورټونو بهیر له سره پیلیږي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت چارواکي له راتلونکي اونۍ څخه د هیواد خلکو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیلوي .

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د بې روزګارۍ او د اقتصادي کړکیچ زیاتیدا د خلکو پراخ مهاجرت ځان پسې لرلی دی او د پاسپورټونو د ترلاسه کونکو کسانو شمیر بیخي زیات شوی دی .

طالبانو ویلي دي د پاسپورټ ترلاسه کونکي کسان له دې وروسته کولای شي په انلاین بڼه په ایڼترنیټ باندې د پاسپورټ د ترلاسه کولو فرمه ثبت کړي .

د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو کښې تیر کال د طالبانو لخوا د  هیواد خلکو ته د  پاسپورټونو د ورکولو بهیر بند شوی و .

د طالبانو د موقته حکومت په وخت کښې په افغانستان کښې د پاسپورټ ادارې فعالیت څو ځله بند شوی او بیا له سره پیل شوی .