افغانستان کښې د پاسپورټونو بهیر له سره پیلیږي
Mar 30, 2022 00:23 Asia/Kabul
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت چارواکي له راتلونکي اونۍ څخه د هیواد خلکو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر پیلوي .
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د بې روزګارۍ او د اقتصادي کړکیچ زیاتیدا د خلکو پراخ مهاجرت ځان پسې لرلی دی او د پاسپورټونو د ترلاسه کونکو کسانو شمیر بیخي زیات شوی دی .
طالبانو ویلي دي د پاسپورټ ترلاسه کونکي کسان له دې وروسته کولای شي په انلاین بڼه په ایڼترنیټ باندې د پاسپورټ د ترلاسه کولو فرمه ثبت کړي .
د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو کښې تیر کال د طالبانو لخوا د هیواد خلکو ته د پاسپورټونو د ورکولو بهیر بند شوی و .
د طالبانو د موقته حکومت په وخت کښې په افغانستان کښې د پاسپورټ ادارې فعالیت څو ځله بند شوی او بیا له سره پیل شوی .
ټیګونه