د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د سياسي حالاتو او د عمران خان څنګته کولو په اړه ردعمل څرګند کړ
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت وياند د پاکستان د سياسي حالاتو او د دغه هېواد د وزيراعظم د څنګته کولو په اړه د ردعمل په څرګندولو سره هيله ولرله چې پاکستان سياسي قرارۍ ته اورسي او بدلونونه يې په افغانستان منفي اثرات ونه لري.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې ذبيح ا... مجاهد پرون په دې باندې په تاکيد سره چې د پاکستان سياسي حالت د دغه هېواد کورنۍ موضوع ده، هيله څرګنده کړه چې دغه سياسي مشکل په ښې طريقې سره هوار شي.
هغه دې ته په اشارې سره چې پاکستان د افغانستان يو مهم ګاونډي دے زياته کړه، دواړه هېوادونه زيات تعلقات او اشتراکات لري.
ټاکل شوې ده چې نن د پاکستان د نوي وزيراعظم او د دغه هېواد د اسمبلۍ د مشر د ټاکلو لپاره د قومي اسمبلۍ څرګنده غونډه جوړه شي.
عمران خان له دې مخکې په خپل يو ټوئيټ کښې ويلي وو چې د خپلواکه بهرني سياست، خپلواکۍ او په خپله خاوره کښې د بهرنيو اډو له جوړولو سره د نه موافقت په وجه د هغه د څنګته کولو لپاره د امريکې د دسيسې ښکار شوے دے.