داعش ډلې په افغانستان کښې ترهګر فعالیتونه زیات کړي دي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ مرستیالې او سفیرې میرمن زهرا ارشادي په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې له غم په ډکو پیښو ډیر اندیښمن دی وویل په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون په سیمه کښې د ټروریسټي فعالیتونو د زیاتیدا سبب شوی دی .
هغې پرون د دوه زره یویشتم(۲۰۲۱) د دوه زره پینځویشتم(۲۵۳) له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مقابلې لپاره د تاجیکستان جمهوریت د اقدام د پروګرام او د ملي سټراټيژۍ په نوم سره په یوې غونډې کښې وویل ټولو خلکو ته معلومه ده چې په افغانستان کښې د داعش ډلې شتون په سیمه کښې د ټروریسټي فعالیتونو د زیاتیدا سبب شوی دی .
هغې ډاګینه کړه په همدې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کښې ټروریسټي حملې چې د لسګونو بې ګناه انسانانو په تیره بیا د ماشومانو د وژل کیدا سبب شوي دي غندي .
په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې میرمن زهرا ارشاردي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په زیات ډول په افغانستان کښې له غم څخه په ډکو پیښو اندیښمن دی او د افغانستان له چارواکو غواړي چې د دغو ناوړه جنایتونو د عاملانو د پیژندلو او د هغوې د محاکمه کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي .