د افغانستان په ټرافيکي پېښه کښې طالبانوته مرګ ژوبله ووښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115230-د_افغانستان_په_ټرافيکي_پېښه_کښې_طالبانوته_مرګ_ژوبله_ووښته
د افغانستان نورستان ولایت کې دیو سیمه یز چارواکي په ګډون نهه طالبانو ته په یوه ترافیکی پیښه کې مرګ ژوبله واوښته
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2022 11:54 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ټرافيکي پېښه کښې طالبانوته مرګ ژوبله ووښته

د افغانستان نورستان ولایت کې دیو سیمه یز چارواکي په ګډون نهه طالبانو ته په یوه ترافیکی پیښه کې مرګ ژوبله واوښته

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د نورستان د والي وياند سیف الدین لټون وایي د نورستان د مرکز پارون او واما ولسوالۍ تر منځ د سړک د خرابوالي له امله یو موټر له خپلې لارې بې لارې او چپه شو چې له امله یې د نوموړي په وینا دنورستان ولایت د واما ولسوالۍ پخوانی ولسوال مولوي احمد شاه حقمل چې تازه ددې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی وله نورو درې ملګرو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور طالبان ژوبل شوي دي. دنورستان دوالي ویاند وویل ټپیان ددرملنې په موخه د کونړ مرکز اسد اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي خو نوموړي یې د روغتیایی وضیعت په اړه څه ونه ویل .

په افغانستان کې ترافیکي پیښې له خلکو ډیره قرباني اخلي . څه وخت وړاندې د افغانستان په لویدیز ولایت هرات کې په یوه ترافیکي پیښه کې اته تنه طالبانو خپل ژوند بایلودی و