ازبکستان، افغانستان ته خپلې الوتکې او هیلي کوپټرنه نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115466-ازبکستان_افغانستان_ته_خپلې_الوتکې_او_هیلي_کوپټرنه_نه_ورکوي
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاش یف وویل افغانستان ته د پوځي هیلي کوپټرونو او د الوتکو د بیرته ورکولو هیڅ پروګرام نلري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • ازبکستان، افغانستان ته خپلې الوتکې او هیلي کوپټرنه نه ورکوي

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاش یف وویل افغانستان ته د پوځي هیلي کوپټرونو او د الوتکو د بیرته ورکولو هیڅ پروګرام نلري .

هغه وویل ازبکستان افغانستان ته د پوځي الوتکو او هیلي کوپټرونو د بیرته ستنولو لپاره چې د تیر کال په منی کښې ازبکستان ته ورغلي وو بیرته کابل ته د ورستنولو هیڅ پروګرام نلري او زیاته یې کړه  دغه پوځي ټیکنالوژۍ له امریکا سره اړه لري او دغه مسله باید واشنګټن حل کړي .

د افغانستان په چارو کښې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاش یف زیاته کړه موضوع دوه ویشت(۲۲) الوتکې او څلرویشت(۲۴) هیلي کوپټرونه دي چې د افغانستان عسکرو په سپتمبر میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته ازبکستان ته تښتولي وو او دغه راز اتلس(۱۸) الوتکې تاجیکستان ته هم انتقال شوي وې .

هغه وویل د دغو الوتکو او هیلي کوپټرونو پیسې امریکا ورکړي دي او ازبکستان دغه الوتکې او هیلي کوپټونه له امریکا سره د موافقې پراساس ساتي او په دې هکله یې طالبان خبر کړي هم دي .