امریکا د افغانستان څرخکې اوکراین ته ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115638-امریکا_د_افغانستان_څرخکې_اوکراین_ته_ورکوي
د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار پرون ناوخته ویلي چې پنتاګون د افغانستان د پخوانۍ اردو لپاره اخیستل شوې ۱۶څرخکې اوکراین ته ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2022 02:00 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان څرخکې اوکراین ته ورکوي

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار پرون ناوخته ویلي چې پنتاګون د افغانستان د پخوانۍ اردو لپاره اخیستل شوې ۱۶څرخکې اوکراین ته ورکوي.

د مسیر له راپور سره سم، دغه الوتکې ام ۱۷ډوله دي چې امریکا له روسیې څخه د افغانستان د ملی اردو  لپاره رانیولي وي.

په جنوري میاشت کې هم د امریکا دفاع وزارت کانګرېس ته ویلي وو چې هېواد یې اوکراین ته د افغانستان لپاره د پنځو اخیستل شوو هیلیکوپټرو د ورکړې پرېکړه کړې.

سیګار همدارنګه ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د اووه میلیارده ډالرو په اندازه نظامي وسایل پاتې شوي دي.

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشیف وايي، هېواد به یې تر هغو چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه وي، په یوازې ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.