که افغانستان کې ترهګرې ډلې راپورته شي موږ به اقدام وکړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115664-که_افغانستان_کې_ترهګرې_ډلې_راپورته_شي_موږ_به_اقدام_وکړو
د امریکا د ترهګرو ځواکونو لوی درستیز ویلي چي که په افغانستان کې ترهګري ډلي راپورته شي امریکایې ځواکونه به یې په ضد عملیات وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 01:51 Asia/Kabul
  • که افغانستان کې ترهګرې ډلې راپورته شي موږ به اقدام وکړو

د امریکا د ترهګرو ځواکونو لوی درستیز ویلي چي که په افغانستان کې ترهګري ډلي راپورته شي امریکایې ځواکونه به یې په ضد عملیات وکړي.

د امریکا د ترهګرو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلی چې د امریکا سنا جرګې ته خبرې کولې وویل چې د داعش په ګډون ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بیا تنظیمولو هڅې کوي، خو تر اوسه نه دي بریالي شوي.

هغه تر دې مخکې ویلي وو چې دغه ډلې به په راتلونکو دوو تر دریو کلونو کې د امریکا خاورې ته ګواښ پېښ کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند سمیع ا... سمنګانی ویلي چي داعش په افغانستان کې فیزیکي حضور نه لري.

دا په داسي حال کې دی چي په دې وروستیو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د داعش له لوري خونړي بریدونه زیات شوي دي.

کارپوهان په دې باور دي چي په افغانستان کې د داعش د ترهګري ډلي د بیا فعاله کېدو تر شا د امریکې لاس دی.