افغان ماشومان د لا زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i115758-افغان_ماشومان_د_لا_زیانمنېدو_له_ګواښ_سره_مخ_دي
یونسیف د جنوبي اېشيا د وضعیت په اړه په خپل خپاره کړي رپوټ کښې د افغان ماشومانو حالت ته هم کتنه کړې ده. سرچینه ليکي د افغان ماشومانو وضعیت له بیلا بېلو اړخونو د اندېښنې وړ دے چې دوي په بيلا بېلو رپوټونو کښې په دې اړه وضاحت ورکړے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 11:41 Asia/Kabul
  •  افغان ماشومان د لا زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دي

یونسیف د جنوبي اېشيا د وضعیت په اړه په خپل خپاره کړي رپوټ کښې د افغان ماشومانو حالت ته هم کتنه کړې ده. سرچینه ليکي د افغان ماشومانو وضعیت له بیلا بېلو اړخونو د اندېښنې وړ دے چې دوي په بيلا بېلو رپوټونو کښې په دې اړه وضاحت ورکړے دے.

یونسیف وایي دمګړی کډوالۍ، وچکلۍ، کمزوري اقتصادو، بېکارۍ او د نړیوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند تریخ کړے دے او د لا ډېرو زیانمنېدو ګواښ یې ډېر شوے. یونسیف وایي تر ټولو ستر خطرونه د افغان ماشومانو روغتیا ګواښي او په وروستیو کښې تر شپېته زره زيات ماشومان په افغانستان کښې په سرخکان اخته شوي او د شري ناروغي د پراختیا په حال کې ده. د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي چې دوی له افغان ماشومانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.