طالبانو په ترکیې کښې د غوندې په ترسره کیدا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i116296-طالبانو_په_ترکیې_کښې_د_غوندې_په_ترسره_کیدا_نیوکه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیې د دغه ډلې د ځینو مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو د غونډې په ترسره کیدا نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2022 07:43 Asia/Kabul
  • طالبانو په ترکیې کښې د غوندې په ترسره کیدا نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ترکیې د دغه ډلې د ځینو مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو د غونډې په ترسره کیدا نیوکه وکړه .

هغه د طالبانو له حکومت سره د مقابلې لپاره په ترکیې کښې د دغه ډلې د یوشمیر مخالفو سیاسي ګوندونو د مشرانو غونډې ته په غبرګون کښې وویل طالبان د هر هغه ډلې  چې د افغانستان د امنیت او د اوسني حکومت د ګډوډولو لپاره رامینځته شي  په مقابل کښې دریږي او هغوې ته د افغانستان د امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي .

ذبیح الله مجاهد د دغو هڅو په بې نتیجې بللو سره وویل دغه سیاستوالان په تیر وخت کښې امتحان شوي دي او نور باید خپلې ماتې خوړلي هڅې او تجربې تکرار نکړي .

هغه وویل که چیرې د افغانستان دغه سیاستوالان د هیواد د پراختیا او د سولې د ټینګیدا غوښتونکي وي باید خپل هیواد ته ورستانه شي او په افغانستان کښې د ثبات لپاره د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا وکړي .

د ترکیې په غونډې کښې موافقه شوي ده چې د طالبانو د حکومت ټول مخالف ځواکونه باید ددغه ډلې پرضد متحد شي .