د افغانستان په نورستان کښې اور دوام لري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ختیځ کښې په نورستان ولایت کښې د «نورګرام» ولسوالۍ په ځنګلونو کښې یولس ورځې کیږي چې اور لګیدلی دی او اوس هم دوام لري.
د نورستان په ځنګلونو کښې د اورو د لګیدا د څه د پاسه یولسو ورځو په تیریدا سره په هیواد کښې د طالبانو د حکومت په پیښو باندې د غور د چارو وزارت پرون وویل چې د دغه اور د کنټرولولو توان نلري.
د نورستان د ځنګلونو په اورو کښې کابو څلویښت هیکټاره ځنګلونه په کامل ډول سوځیدلي دي.
د هغو تصویرونو پراساس چې په اینټرنیټ پاڼو باندې خپاره شوي دي د افغانستان خلک په خالي لاسونو سره د اور د مړکولو هڅه کوي.
د افغانستان د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د ځنګلونو د اور په وژلو کښې د طالبانو د حکومت ناکامۍ ته په پام سره د ګاونډیو هیوادونو مرسته ضروري ده.
د ایران اسلامي جمهوریت تیره اونۍ د بلوچستان ولایت په ځنګلونو کښې د اور د مړ کولو لپاره د پاکستان له حکومت سره مرسته کړي وه.