طالبان باید د انجلیو ښوونځي زر پرانیزي
Jun 16, 2022 01:01 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د انجلیو د ښوونځیو د زر تر زره د پرانیستل کیدا غوښتنه وکړه.
د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول د خلاصولو لپاره د افغانستان د بادغیس ولایت د دیني شخصیتونو له غوښتنې وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون په یوه ټویټ کښې د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان د دیني شخصیتونو د غوښتنې احترام وکړي او د انجلیو ښوونځي بیرته پرانیزي.
د افغانستان د بادغیس ولایت یوشمیر مذهبي شخصیتونو په تیرې سه شنبې ورځ په یو لړ مراسمو کښې ټینګار وکړ انجلۍ د هلکانو په شان حق لري د دیني علم په څنګ کښې د وخت دود علمونه زده کړي او د خپلې ټولنې خدمت وکړي.
ټیګونه