کابل کښې پرون په بلې چاودنې کښې څلور تنه مړه شول
Jun 20, 2022 02:56 Asia/Kabul
پرون مازیګر د کابل د شمال لویدیځ په خیرخان سیمه کښې د یو موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې څلور تنه ووژل شول
پرون مازیګر د کابل د شمال لویدیځ په خیرخان سیمه کښې د یو موټر بم چاودنه وشوه چې له امله یې څلور تنه ووژل شول
د ایرنا د خبر له مخې په کابل کښې رسمي چارواکو په (خیر خان) سیمه کښې د چاودنې په هکله هیڅ وضاحت ور نه کړ او زیات جزئیات یې نه دي خپاره شوي.
وړمه ورځ هم وسله والو کسانو په کابل کښې د سکانو په معبد باندې حمله کړې وه چې پړه یې داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستې وه.
د طالبانو چارواکو ویلي چې ټول بریدګر یې وژلي دي.
ټیګونه