د بریټانیا کومانډو د افغانانو په وژلو کې سیالۍ کولې
د برټانیې کومانډو ځواکونو په افغانستان کې د شپني عملیاتونو پر مهال د افغان ملکي وګړو په وژله کې له یو بل سره سیالۍ کولې.
برټانوی رسنیو په یوه راپور کې ویلي چي برټانوي ځواکونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتونو پر مهال به افغان وګړي یې په نښه کولې او له ملکیانو څخه به د وسلې په زور اعتراف اخیستلې.
د دې راپور سره سم، د بریټانیا کومانډو ځواکونو هرې ډلې غوښتل چې له بلې ډلې څخه زیاتې وژنې وکړي.
راپور کاږي چې د دغو ځواکونو یوې ډلې په شپږو میاشتو کې په سلګونو بې ګناه افغانان وژلي وو.
جنرال مارک کارلیټون سمېټ چې هغه مهال په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندان و، له دې وژنو خبر و خو په دې اړه د بریتانیا پوځي پولیسو ته له راپور ورکولو ډډه کړې وه.
د بریتانیا د دفاع وزارت ددې راپور تر خپریدو او څېړنو مخکې ویلي وو، ددې ادعا د اثبات لپاره کافي شواهد نه شته.
د بهرنیو ځواکونو له پراخو جنایاتو سره سره، په افغانستان کې د ملکي وګړو له وژلې څخه د لوېدیځو هیوادونو انکار په یوه رویه بدله شوې ده.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال په لوی لاس ملکي افغانان له یو بل سره په سیالۍ کې وژلي دي.