طالبانو د سرحدي پوستو د رغولو کار پیل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118802-طالبانو_د_سرحدي_پوستو_د_رغولو_کار_پیل_کړی_دی
زمونږ خبریال وايي د طالبانو په حکومت کښې امنیتي سرچینو د افغانستان په سرحدي سیمو په تیره بیا له ایران سره په سرحدي سیمو کښې د ټولو پوستو د رغونې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 23, 2022 04:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د سرحدي پوستو د رغولو کار پیل کړی دی

زمونږ خبریال وايي د طالبانو په حکومت کښې امنیتي سرچینو د افغانستان په سرحدي سیمو په تیره بیا له ایران سره په سرحدي سیمو کښې د ټولو پوستو د رغونې خبر ورکړ.

د افغانستان په هرات ولایت کښې د الفاروق د دوه سوه اومې فرقې چارواکو پرون وویل  له ایران سره د افغانستان د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار پیل شوی او ټاکل شوي ده دغه اقدام په پراخ ډول ترسره شي چې د هیواد ټولې سرحدي سیمې پکښې شاملیږي.

د افغانستان د طالبانو چارواکو وویل د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار به په لنډ وخت کښې بشپړ شي او له هغه وروسته د طالبانو ځواکونه د سرحدونو د ساتلو لپاره په دغو پوستو کښې دیره کیږي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کښې له ایران سره د سرحدي پوستو د بیا رغونې کار پیل کړی دی چې په تیرو څو میاشتو کښې د ایران د سرحد ساتونکو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ د اختلاف رامینځته کیدا د تیت پرک تاوتریخوالو د رامینځته کیدا سبب شوی و.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي څه موده مخکې ویلي وو چې د دغو نښتو رامینځته کیدل سرحدي مسائیلو ته د طالبانو د سرحد ساتونکو د پام نه کولو په دلیل وو.