په ازبکستان کښې د افغانستان په هکله غونډه جوړیږي
فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان پلازمینه د افغانستان، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم د نړیوالې غونډې کوربه ده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوسف قابل جان اف وویل د دغه هیواد د ولسمشر شوکت میر ضیایف په نوښت نن او سبا په تاشکند ښار کښې د افغانستان ، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم سره نړیواله غونډه جوړیږي.
د ازبکستان د خارجه وزارت ویاند د دغه غونډې د ترسره کولو هدف د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د غږمله اقداماتو تنظیمول، د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره ټاکل شوي اقدامات او د افغانستان له خلکو سره په سمدستي ډول د مرستو کول دي.
یوسف قابل جان اف وویل د کابل د نویو چارواکو لخوا د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو د ترسره کولو په بهیر کښې چټکیا، د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د ښځو د حقوقو رعایتول، او د افغانستان په ښوونځيو کښې د کاملې زده کړې لپاره د انجلیو لاسرسی او د ښځو د حقوقو رعایتول د تاشکند د غونډې تر ټولو مهم هدفونه دي.
د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی د افغانستان ، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم غونډې کښې د ګډون لپاره تاشکند ښار ته رسیدلی دی.