په ازبکستان کښې د افغانستان په هکله غونډه جوړیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118936-په_ازبکستان_کښې_د_افغانستان_په_هکله_غونډه_جوړیږي
فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان پلازمینه د افغانستان، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم د نړیوالې غونډې کوربه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 25, 2022 09:20 Asia/Kabul
  • په ازبکستان کښې د افغانستان په هکله غونډه جوړیږي

فارس خبري اژانس وايي د ازبکستان پلازمینه د افغانستان، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم د نړیوالې غونډې کوربه ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوسف قابل جان اف وویل د دغه هیواد د ولسمشر شوکت میر ضیایف په نوښت نن او سبا په تاشکند ښار  کښې د افغانستان ، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم سره نړیواله غونډه جوړیږي.

د ازبکستان د خارجه وزارت ویاند د دغه غونډې د ترسره کولو هدف د افغانستان په هکله د نړیوالې ټولنې د غږمله اقداماتو تنظیمول، د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره ټاکل شوي اقدامات او د افغانستان له خلکو سره په سمدستي ډول د مرستو کول دي.

یوسف قابل جان اف وویل د کابل د نویو چارواکو لخوا د نړیوالې ټولنې د مهمو غوښتنو د ترسره کولو په بهیر کښې چټکیا، د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول ، د ښځو د حقوقو رعایتول، او د افغانستان په ښوونځيو کښې د کاملې زده کړې لپاره د انجلیو لاسرسی او د ښځو د حقوقو رعایتول د تاشکند د غونډې تر ټولو مهم هدفونه دي.

د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوی د افغانستان ، امنیت او د اقتصادي پراختیا په نوم غونډې کښې د ګډون لپاره تاشکند ښار ته رسیدلی دی.