چین د افغانستان اته نوی فیصده صادراتي محصولاتوکسټم معافوي
چین ته د افغانستان په صادراتي محصولاتو کې تر ټولو مهم جلغوزې دي.
د چین د بهرنیو چا رو وزیر وانګ یي اعلان وکړ چې هیواد به یې د افغانستان په سلو کې ۹۸ محصولاتو ته ګمرکي تعرفه معاف کړي او د دې ترڅنګ به دې غور کوي چې له افغانستان سره په نورو کومو برخو کې مرسته کولی شي.
د چین د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وانګ دا خبره په تاشکند کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې وکړه.
چین ته د افغانستان په صادراتي محصولاتو کې تر ټولو مهم جلغوزې دي.
وانګ یي له مخدرو موادو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې پکار ده افغانان د کوکنارو پر ځای نور کرنیز محصولات وکري او چین حاضر دی چې په دې برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي.
ښاغلي متقي د چین له باندنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د دغه هیواد مننه وکړه چې له افغان زلزله ځپلیو سره یې مرسته وکړه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له وانګ یي سره د امیرخان متقي د کتنې په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «وانګ يي د امنیت د تامین په برخه کې د طالبانو د حکومت پرمختګونه د پاملرنې وړ وبلل.
ده همداراز د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې د هراړخیزو مرستو او په ځانګړې توګه په سوداګریزو او کرنیزو برخو کې د مرستو یادونه وکړه تر څو د افغانستان کرنیز توکي زیات شي او اقتصادي ځانبسیاینې ته ورسېږي. ده همداراز ټینګار وکړ چې د کوکنارو د کښت له بندولو سره چین چمتو دی چې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي. په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي.