له افغانستان سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119204-له_افغانستان_سره_۴۰_میلیونه_ډالره_مرسته_وشوه
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک ته د نړیوالې ټولنې لخوا نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2022 00:10 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وشوه

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک ته د نړیوالې ټولنې لخوا نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.

له افغانستان سره د ملګروملتونو او د نړیوالې ټولنې دغه نقدې مرستې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلک همدا اوس له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي.

د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل له دغه هیواد سره د انسان دوستانه نقدو مرستو په دوام کښې څلویښت میلیونه نقدې مرستې د کابل مرکزي بانک ته ورسپارل شوي دي.

د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستې په قدرونې سره په هغې غږ وکړ چې په نورو زمینو کښې له افغانستان سره تعامل او ملګرتیا ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په دغو څلویښت میلیونه ډالرو مرستې سره له افغانستان سره  ترسره شوي مرستې کابو یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.