له افغانستان سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وشوه
Aug 01, 2022 00:10 Asia/Kabul
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان مرکزي بانک ته د نړیوالې ټولنې لخوا نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شوي دي.
له افغانستان سره د ملګروملتونو او د نړیوالې ټولنې دغه نقدې مرستې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلک همدا اوس له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي.
د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل له دغه هیواد سره د انسان دوستانه نقدو مرستو په دوام کښې څلویښت میلیونه نقدې مرستې د کابل مرکزي بانک ته ورسپارل شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستې په قدرونې سره په هغې غږ وکړ چې په نورو زمینو کښې له افغانستان سره تعامل او ملګرتیا ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
په دغو څلویښت میلیونه ډالرو مرستې سره له افغانستان سره ترسره شوي مرستې کابو یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.
ټیګونه