طالبانو په کابل کې د امریکا هوايي بریدوغنده
هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.
دطالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد وايي چې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې لخوا د استوګنې یو کور په نښه شو. نوموړي دغه برید غندلی دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د اسلامي امارت ویاند مجاهد په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د دغه برید نوعیت په پیل کې نه دی ټاکل شوی خو د امنیتي او کشفي ارګانونو لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوی دی.
هغه ټینګار وکړ چې دغه برید د اسلامي امارت له لوري په هر ډول چې هدف او پلمه ترسره شوی، غندي او د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه سرغړونه ګڼي.
مجاهد دا هم ویلي، چې دا چلند د امریکا د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو د تکرار ښکارندویي کوي او د افغانستان او سیمې د ګټو خلاف کار دی.
په ورته وخت کې جو بایډن یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په کابل کې په یوه برید کی د القاعدې مشر ایمن الظواهری وژلی دی .
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت مشرانو په ځلونو ټینګار کړی چې هیڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. د امریکا او طالبانو ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د دوحې په تړون کې هم پر دې ټینګار شوی دی.
خو یو شمېر افغانان په دې باور دي چې جوبایډن هڅه کوي چې د القاعدې د مشر د مړینې په اعلانولو سره خپل محبوبیت زیات کړي او له دې خبر څخه به د انتخاباتو پر مهال د غوښې په توګه کار واخلي.