په کونړکې طالبانو دداعش ډلې پرخلاف پوځي عملیات پېل کړل
د کونړ ولایت دڅوکۍ ولسوالۍ د یوه ګل په دره کې دداعش ډلی پرخلاف دا پوځي عملیات وروسته له هغه پیلیږي چې د یادې ډلې وسله والو څو ځلی په څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه وګړل او دغه ډلې ته یی مرګ ژوبله واړوله
زمونږ خبریال راپور راکړ،د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ملي اردو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتی دفتر پر خپله ټویټر پاڼې کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوهمی پلې لوا ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند دیوه ګل دره کې دداعش ډلې پر خلاف پوځي عملیان پېل کړل. په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې تر دې دمه درې داعش وسله وال وژل شوي خو د امنیتي ځواک او عامو خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي .په خبرپاڼې کې همدارنګه راغلي چې دا عملیات به په سیمې کې دداعش ډلې د بشپړ له مینځه تلو پورې دوام وکړي