د کابل په سقوط کښې ټرمپ او بایډن دواړه ګرم دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119714-د_کابل_په_سقوط_کښې_ټرمپ_او_بایډن_دواړه_ګرم_دي
د سنټکام د ترهګرو پخواني قومندان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په کلیزه کښې وویل: بایډن د کابل د سقوط په هکله خبرداریو ته پام ونه کړ او فیصله یې وکړه چې له افغانستان څخه سمدستي ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2022 01:31 Asia/Kabul
  •   د کابل په سقوط کښې ټرمپ او بایډن دواړه ګرم دي

د سنټکام د ترهګرو پخواني قومندان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په کلیزه کښې وویل: بایډن د کابل د سقوط په هکله خبرداریو ته پام ونه کړ او فیصله یې وکړه چې له افغانستان څخه سمدستي ووځي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د امریکې د ترهګر پوځ د قومندانۍ (سنټکام) پخواني قومندان جنرال فرانک مک کینزي په افغانستان باندې د طالبانو د ولکې د کلیزې په درشل کښې ویلي دي چې د دوحې موافقه د افغانستان د ماتې اصلي وجه وه.

دغه ریټایرډ امریکايي پوځيي له پولیټیکو خپرندوې سره په خبرو کښې زیاته کړې ده چې دی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړې وتنې مخالف و او باور یې درلود چې امریکا باید د لږو پوځیانو په ساتلو سره د افغانستان د دفاع لپاره د دغه هیواد د ځواکونو مرسته ورکړي خو دغه وړاندیز د واشنګټن له مخالفت سره مخامخ شو.

هغه زیاته کړې ده: په وروستۍ رسمی اطلاعاتي څیړنه کښې چې د آګست په اتمه نیټه مې سپينې ماڼۍ ته وویل چې زما په خیال به کابل سقوط وکړي. خو فکر مې نه کوه چې د هم دغې اونۍ په وروستیو کښې به پرزیږي. ما فکر کوه چې ممکنه ده یوڅه ډیر وخت واخلي، ۳۰ ورځې یا له دې هم زیات خو احساس مې وکړ چې کابل به په لنډمهاله توګه محاصره او کلابند شي.

مک کنزي په دوام کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا د امریکې ولسمشر ته یې خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو په بڼه کښې به افغانستان د طالبانو لاس ته ولویږي، وویل: په یوشمیر لیکونو کښې مې ویلي وو چې که امریکايي ځواکونو په چټکۍ سره شاتګ وکړي نو د سره پاشل کیدو احتمال شته دی.

هغه زیاته کړې ده: ما په افغانستان کښې ۲۵۰۰ پوځیانو په پاتې کیدو ټینګار درلود او په دې باور وم چې که دغه پوځیان په افغانستان کښې پاتې شي نو د افغانستان حکومت به سقوط ونه کړي.