افغان ماشومان د شري قربانیان دي
د شري ناروغۍ په تېرو درېو میاشتو کې ۲۹ ماشومان وژلي دي
په کندهار ولایت کې ځایي سرچینې وايي، په دې ولایت کې د شري ناروغۍ په تېرو درېو میاشتو کې ۲۹ ماشومان وژلي دي.
زمونږخبریال د افغان غږ خبری آژانس له قوله راپور ورکوی د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د اطفالو د څانګې مشر ډاکټر محمد صدیق هم وايي چې د ثور، جوزا او سرطان په میاشتو کې دغه روغتون ته ۴۸۷ تنه په شري اخته ماشومان راوړل شوي دي.
محمد صديق زياتوي، چې په شري اخته ډېر ماشومان مقاومت کموي او له همدې امله د مرګ خطر ډېر دى.
د هغه په وينا، د هوا ګرمېدل او د اکسيجن کمښت ماشومان د شري په ناروغۍ اخته کوي او ناروغ بايد ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.
په ورته وخت کې هغه پر کورنيو نيوکه وکړه، چې خپل ناروغ ماشومان پر وخت روغتون ته نه رسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د کندهار په ولسواليو کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زيات شوى دى.
افغانستان د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د بایکاټونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کولو په دلیل له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دې اوکابو ټولو نړیوالو بشر دوستانه اورګانونو په دغه هیواد کې د بې وزلۍ ، لوږې او د انسانانو د مرګونو په شمول د اسناني کړکیچ په اړه خبرداری ورکوي .