طالب چارواکو سبا په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119738-طالب_چارواکو_سبا_په_افغانستان_کې_عمومي_رخصتي_اعلان_کړه
د طالبانو مخالفان د‌ اګسټ پینځلسمه د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي، خو طالبان ورته د خپلې «فتحې» ورځ وايي او قدردانی يې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2022 10:29 Asia/Kabul
  • طالب چارواکو سبا په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو مخالفان د‌ اګسټ پینځلسمه د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي، خو طالبان ورته د خپلې «فتحې» ورځ وايي او قدردانی يې کوي.

د طالبانو چارواکي وايي، چې ‏‏‏سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

طالبانو د دغې رخصتۍ دلیل د امریکا او د هغه د متحدینو د نیواک پر وړاندې د جهاد لومړی تلین» ښودلی او ویلي،چې دوی به دغه ورځ ونمانځي.

دا په داسې حال کې ده،چې په نړیواله کچه د افغانستان د سقوط په اړه بحثونه تاوده دي او د طالبانو د يو کلنې واکمنۍ د پايلو په اړه غبرګونونه او تبصرې په ډاګه کيږي.

د طالبانو مخالفان د‌ اګسټ پینځلسمه د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ بولي، خو طالبان ورته د خپلې «فتحې» ورځ وايي او قدردانی يې کوي.