په افغانستان کې د لویدیځ د سیاستونو په ماتې د انګلستان اعتراف
هغه همداراز اندیښنه څرګنده کړه چی په افغانستان کې د وژل شویو عسکرو د کورنیو غړي او والدین احساس وکړي چی بچیان یې بیهوده او د هیڅ لپاره په دغه جنګ کې له لاسه ورکړي دي .
د انګلستان دفاع وزیر بن والاس له افغانستان د امریکا او د هغې د متحدانو د شرمونکی وتلو د کلیزې په درشل کې اعتراف وکړ چی په دغه هیواد کې د لویدیځ شل کلنه نیواکګرۍ له ماتې سره مخامخ ده . هغه همداراز اندیښنه څرګنده کړه چی په افغانستان کې د وژل شویو عسکرو د کورنیو غړي او والدین احساس وکړي چی بچیان یې بیهوده او د هیڅ لپاره په دغه جنګ کې له لاسه ورکړي دي .
امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر له ۱۱ وروسته له ترهه ګرۍ سره د نړیوالې مبارزې په پلمه د خپلو لاس وهونکیو سیاستونو او هدفونو په لړ کی نوی سیاستونه تعریف کړل . په دغو سیاستونو کې له القاعدې سره نړیواله مقابله او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د نسکورولو لپاره هڅه شامله وه . په دې لړ کی امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې له افغانستانه د ساتنې ، د ډیموکراسۍ د ټینګولو او همداراز له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په ادعا شل کاله په دغه هیواد کی شتون درلوده چی د بایډن په حکم یې افغانستان پریښوده .
له افغانستانه د امریکایی عسکرو بی پلانه وتلو ډیرې نیوکې راوپارولې ، په تیره بیا دا چی له دغو وتلو سره په یووخت طالبان په دغه هیواد کی بیا قدرت ته ورسیدل .
دا په داسې حال کی دی چی امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن شتون کی تل له بشری حقوقو ، د میرمنو حقوقو ، د لږکیوحقوقود دفاع او همدراز د امنیت د ټینګولو ، له ناامنیو سره د مبارزې او په نړۍ کې د افغانستان د ځای د ښه کولو په شان په شعارونو سره هڅه کوله خپل پوځی شتون توجیهه کړی .
خود افغانستان له پریښودلو وروسته جوته شوه چی دا یوازې چټی ژمنې وې ، حتی د نشه ایزو موادو د کنټرول په زمینه کی هم راپورونو وښودله چی د ۲۰۰۱ میلادی کال په پرتله په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید له ۱۷ تر ۴۰ فیصدو پورې زیات شوی دی .
که څه هم امریکا کوشش وکړ داسې وضعیت توجیهه کړی خو اوس د افغانستان شرایطو ته په پام سره سره د امریکا د ادعاګانو ماته نوره هم جوته شوی ده .
دا موضوع سبب شوی ده چی نه یوازې ځینې شناندي او خبریالان بلکې د امریکا متحدان هم په افغانستان کی په ماتې اعتراف وکړی .
له بن والاس مخکې د برتانیه پخوانی لومړی وزیر ټونی بلیر هم له افغانستانه د امریکا او ناټو عسکرو په وتلو په نیوکې سره هغه غم پارونکی ، خطرناک او غیر ضروری بللی وو .
له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدانو له وتلو یو کال وروسته د دغه هیواد وضعیت خراب شوی . د ملګروملتو د بشری دوستانه مرستو غږملونکی دفتر په خپل تازه راپور کی ویلی دی چی حاضر دمه کابو ۲۵ میلیون کسان په بی وزلۍ کې ژوند کوی او اټکل کیږی چی سږکال نور ۹۰۰ زره کسان د کار په بازار کی خپل کارونه له لاسه ورکړي .
له افغانستانه دامریکا د وتلو له کلیزې سره په یووخت د واشنګټن په سیاستونو نیوکې هماغه راز دوام لری . په حقیقت کی د امریکا په لاس د افغانستان نیواک له وژلې ، تباهۍ ، د ترهه ګرۍ له پراختیا ، د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق زیاتیدا او د لګښتونو د ضایع کیداپرته بله نتیجه نه درلوده .