د پنجشیر د مقاومت جبهه د ۴۰ طالبانو د اسیرولو ادعا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119788-د_پنجشیر_د_مقاومت_جبهه_د_۴۰_طالبانو_د_اسیرولو_ادعا_کوي
‏په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د پنجشېر په عنابه دره کې د طالبانو خلاف د پراخو عملياتو ادعا کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 03:40 Asia/Kabul
  • د پنجشیر د مقاومت جبهه د ۴۰ طالبانو د اسیرولو ادعا کوي

‏په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د پنجشېر په عنابه دره کې د طالبانو خلاف د پراخو عملياتو ادعا کړې ده.

‏په پنجشېر کې د طالبانو خلاف د مقاومت جبهې د پنجشېر په عنابه دره کې د طالبانو خلاف د پراخو عملياتو ادعا کړې ده.

تاند خبري سایټ لیکلي چې يادې جبهې په يوه اعلاميه کې ويلي،چې دغه عمليات يې د پنجشېر په عنابه دره کې کړي.

سرچينه زياتوي،په دې عملياتو کې ۵طالب جنګيالي وژل شوي،۳ټپيان او ۴۰ نور اسیران شوي دي.

يادې جبهې په خپله ويب پاڼه کې د اسیر شويو طالب جنګياليو عکسونه هم خپاره کړي،چې د مقاومت ډلې له جنګياليو سره يو ځای ښودل کېږي.

د دغو طالبانو د مړګ ژوبلې او اسارت خبره د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال او د مقاومت جبهې يوه مخکښ امرالله صالح هم خپور کړی.

خو د طالبانو د واکمنۍ عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې دوی‏په پنجشیرکې هیڅ کومه نظامي پیښه نه لري.

د هغه په وينا،هلته طالبانو ته د تلفاتو یا ژوندي نیولو ادعا حقیقت نه لري.

طالب ویاند زیاتوي:«دښمن په هغه موقف کې نه دی چې داسې څه وشي کولای.»