په کندهارکې د طالبانو حکومت غونډه پیل شوی ده
Aug 18, 2022 08:03 Asia/Kabul
ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په شمول د طالبانو چارواکي هم شتون لري
د افغانستان د شفقنا خبري اژانس له راپور سره سم دکندهار غونډه د کابو درې زره علماوو ، قومي مخورو، ټولنيزو فعالانو، يو شمېر پخوانيو او اوسنيو دولتي چارواکو په شتون سره پيل شوی ده .
ویل کیږي، چې په دغه غونډه کې چې د طالبانو د مشر ملا هیبت ا... اخوندزاده په شمول د طالبانو چارواکي هم شتون لري .
د طالبانو یو شمېر چارواکو رسنیو ته ویلي، که څه هم دا غونډه کومه ځانګړې اجنډا نه لري، خو د هېواد پر عمومي مسایلو به بحث او پرېکړې کوي.
په کابل کې د دیني عالمانو له غونډې وروسته دا دویمه غونډه ده چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د شته ستونزو د حل په موخه جوړیږي.
ټیګونه