د برق د لېږدولو لویه پروژه کاسا ۱۰۰۰ وځنډول شوه
تاجکستاني چارواکو د کاسا ۱۰۰۰ سیمه ایزې پروژې د ځنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا پروژه په افغانستان کې د نا مساعد وضعیت له امله بنده شوې ده.
د مسیر له راپور سره سم، د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق څانګې مشر فیض علي سمیعوف پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دې پروژې کار به په افغانستان کې پیل نه شي. خو په نورو ګټه اخیستونکو هیوادونو کې به یې کار په دریو کلونو کې بشپړ شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغان چارواکو په همکارۍ به په افغانستان کې د دغې پروژې د پیل د څرنګوالي په اړه څېړنه وشي.
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې کار په ۲۰۱۶ کال کې د ورېښمو د نوي سړک د پروژې د يوې برخې په توګه پرانيستل شو. خو عملي کار يې نه دی پيل شوی
د تاجکستان او قرغزستان برېښنا به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي.
د ۱،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت دغه پروژه د لویدیځو هیوادونو په مرسته جوړه شوې ده. خو اوس د هغې د دوام په اړه اندېښنې شته.
نړیوال بانک چې د دې پروژې یو له مهمو تمویلوونکو او ملاتړو څخه دی، پرېکړه کړې چې اوس باید په افغانستان کې پر نورو اړینو چارو لکه پوهنې، کرنې، روغتیا او مهمو کورنیو پروګرامونو تمرکز وکړي.