په هلمند کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې
ځايي سرچینې ادعا کوي، په وژل شویو کې د ټي ټي پي یو قوماندان هم شامل دی.
په هلمند ولایت کې د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۶ تنه وژل شوي دي.
ځايي سرچینې ادعا کوي، په وژل شویو کې د ټي ټي پي یو قوماندان هم شامل دی.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په دې نښته کې، چې د هلمند په ناوه ولسوالي کې شوې، د ټي ټي پي یو مشهور قوماندان ملاعبدا...له خپلو درو ملګروسره وژل شوی دی.
سرچینو همداراز ویلي چې په دې نښته کې دوه افغان طالبان هم وژل شوي خو د طالبانو حکومت یا پاکستاني طالبانو تحریک په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
کابو دوې اوونۍ پخوا د ټي ټي پي یو مهم مشر عبدالولي، چې په عمر خالد خراساني مشهور و، له خپلو درو ترهه ګرو سره د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
خراساني چې له ټي ټي پي جلا یې د جماعت الحرار په نوم ډله جوړه کړې وه، ملګروملتونو او متحدو ایالاتونو هغه یوه ترویستي ډله نومولې او د ده پر سر واشنګټن درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و.
د خراساني تر وژل کېدو یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.