د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونواحتمال شته دې
چې نناو بله ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، کندهار، هلمند، دایکندي، غور او زابل ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتو امکان شته.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د ورېدو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د هوا پېژندنې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلی، چې نناو بله ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، پروان، کابل، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، کندهار، هلمند، دایکندي، غور او زابل ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتو امکان شته.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلابېلو ځايونو کې له ۱۵ تر ۶۰ ملي مترو پورې د اورښت اټکل کړی دی.
دغه اداره وايي، په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې له دوړو سره د زورور باد امکان شته. د باد سرعت به په ساعت کې د ۲۰ او ۶۰ کیلومترو ترمنځ وي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سېلابونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.