طالبان په کندوز کې غیر قانوني وسلې ټولوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120202-طالبان_په_کندوز_کې_غیر_قانوني_وسلې_ټولوي
تر دې دمه ډيره زیاته وسله او مهمات د امنیتي ځواک منګولو ته لویدلي دي . کندوز ښار تیر کال دڅو ترهه ګرو او مرګونو حملو شاهد ؤ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • طالبان په کندوز کې غیر قانوني وسلې ټولوي

تر دې دمه ډيره زیاته وسله او مهمات د امنیتي ځواک منګولو ته لویدلي دي . کندوز ښار تیر کال دڅو ترهه ګرو او مرګونو حملو شاهد ؤ.

طالبانو دافغانستان  په مختلفو سیمو کې د امنیت د تامینولو په موخې او نامې سره تر دې دمه په مختلفو ولایتونو کې  دغیر قانوني وسلو اومهماتو د غونډولو څو کرته عملیات اجرا کړي دي. طالبان وائي،د ښاریزو په لاس کې د غیرقانوني وسلو او مهماتو شتون،په افغانستان کې د ناکراریو او تاؤتریخجنو  پيښو سبب کیږي.

زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د کندوز ولایت د پولیسو ویندوي عبید ا... عابدي  په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،دغیر قانوني وسلو د لټولو  او غونډولو لپاره د کور کور لټول  له جمعې ورځې پیل شوي او دکندوز ولایت ددرستو ولسوالیو  او ښارونو کورونه  پلټل کیږي.

 دهغه په وینا،تر دې دمه ډيره زیاته وسله او مهمات د امنیتي ځواک منګولو ته لویدلي دي . کندوز ښار تیر کال دڅو ترهه ګرو او مرګونو حملو شاهد ؤ.