د افغانستان په بغلان کښې یوې راډیو کار پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120252-د_افغانستان_په_بغلان_کښې_یوې_راډیو_کار_پیل_کړی
صدای افغان خبري اژانس وايي یوې ځايي راډیو د اطلاعاتو د رسولو په هدف سره د افغانستان په بغلان ولایت کښې خپل فعالیت پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 07:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بغلان کښې یوې راډیو کار پیل کړی

صدای افغان خبري اژانس وايي یوې ځايي راډیو د اطلاعاتو د رسولو په هدف سره د افغانستان په بغلان ولایت کښې خپل فعالیت پیل کړ.

د «بشر» راډیو مدیر نور ګل اندړوال نن وویل دغه راډیو په شخصي لګښت سره په پلخمري ښار کښې جوړه شوي ده او هڅه کوو د راډیو له لارې د بغلان  ولایت  مشکلات او مسائیل د چارواکو غوږونو ته ورسوو.

اندړوال وویل د افغانستان د بغلان ولایت د ځايي رسنیو حالت ښه نه دی، اقتصادي مشکلات او اطلاعاتو ته نه لاسرسی او د ګټورو پروګرامونو نه لرل د دغه ولایت د رسنیو په لاره کښې مهم چیلنجونه او خنډونه ګڼل کیږي.

په بغلان ولایت کښې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او د کلتور مشر اسد الله مصطفی هاشمي د «بشر» راډیو د فعالیت پیلیدل یو نیک اقدام وباله او ویې ویل سره له دې هغه کسان چې رسندوي فعالیت کوي باید له رسندوي او اسلامي قوانینو سره سم فعالیت وکړي.

له طالبانو ډلې سره د نظر د اختلاف په دلیل د ډیرو رسنیو او خبریالانو فعالیتونه ځنډول شوي دي.