امریکا او لویدیځ له افغانستان سره رسندوي جنګ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120328-امریکا_او_لویدیځ_له_افغانستان_سره_رسندوي_جنګ_کوي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت نوي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل لویدیځ هیوادونه له افغانستان سره په رسندوي جنګ بوخت دي او د نړۍ خلکو ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 23:53 Asia/Kabul
  • امریکا او لویدیځ له افغانستان سره رسندوي جنګ کوي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت نوي مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وویل لویدیځ هیوادونه له افغانستان سره په رسندوي جنګ بوخت دي او د نړۍ خلکو ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کوي.

هغه وویل امریکا او د هغې ملګرو هیوادونو له یوې خوا د افغانستان په جنګ کښې شرمونکي او تاریخي ماته وخوړله او له بلې خوا اوس هم په خپل ټول توان سره په افغانستان کښې په کلتوري او رسندوي جنګ بوخت دي.

مهاجر فراهي د رسنیو ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره وویل په ننۍ دنیا کښې رسنۍ کولای شي حکومته جوړ کړي یا یې تخریب کړي له دې کبله په دې زمینه کښې د افغانستان د رسنیو رول مهم دی.

امریکا حاضردمه د افغانستان د شتمنیو په کنګل کولو سره د دغه هیواد حالات نور پسې خراب کړي دي.